لاهور کې د هوا د ککړتيا له امله هره ورځ لسګونه زره کسان روغتون ته وړل کېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په لاهور کې د زهرجنې او ککړې هوا له امله هره ورځ ۷۰زره کسان روغتون کې بستريږي. حکومت بېړنی وضعيت اعلان کړی او له خلکو يې غوښتي چې ماسک وپوښي او له اړتيا پرته له سفر کولو ډډه وکړي. لاهور ښار چې د لسو میلیونو څخه زيات نفوس لري، تېره اوونۍ د نړۍ د چټلو ښارونو په لېست کې اعلان شو.