د شکنجې د مخنیوي نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د طالبانو په زندانونو کې لا هم ښځې او نارینه سخت شکنجه کېږي.
د دې سازمان د بشري حقونو همغږې کووونکې سیبل ماني چې پهدې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و ویلي، هغه افغانان چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي نیول او شدیدا شکنجه کېږي.
احمدتکل د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د بشري سرغړونو د مستندولو د کمېټې له غړې نظیفې جلالي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي دي چې، په افغانستان کې د شکنجې په اړه راپورونو د دوی موندنې کومې دي؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5