سیګار په افغانستان کې د خپل فعالیت د بندېدو وړانديز کړی

د سیګار نښان

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د متحد ایالتونو د سرمفتش دفتر یا سیګار د امریکا کانګرس ته وړاندیز کړی چې د راتلونکې کال په سپتمبر کې دې د دوی اداري فعالیت پای ته ورسوي.

سیګار دا وړاندیز په خپل درې میاشتني راپور کې کړی چې د جمعې په ورځ یې له رسنیو سره شریک کړ او د خپل فعالیت د بندېدو علت یې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلې دي.

سیګار چې له نږدې ۱۶ کلونو راهیسې فعاله دی، په خپل نوي راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې کال، واشنګټن شپږ اعشاریه اته شپېته میلیاده ډالر افغانستان ته اختصاص کړي وو او سږ کال دا مرستې یو اعشاریه یو ویشت میلیاردو ته راټیټې شوي دي.

د راپور له مخې، په مجموع کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د واشنګټن مرستې اتیا په سلو کې لږ شوي دي.

په راپور کې د سیګار د مشر جان سپکو په وینا راغلي چې د سیګار د دفتر د تړلو لپاره د ده وړاندیز جیو پولټیک واقعیتونه منعکسوي، داسې چې طالبان واکمنان شوي او ورسره له افغانستان سره د واشنګټن مرستې کمې شوې دي.

د سیګار مشر جان سپکو

سیګار ويلي چې په کانګرس کې د سنا د تخصیص کمېټه به د دې ادارې د وړاندیز په اړه پرېکړه کوي او همدارنګه که د افغانستان لپاره د ځانګړې شوې بودیجې اندازه له ۲۵۰ میلیون ډالرو څخه کمه شي، بیا هم د دې ادارې فعالیت پای ته رسېږي.

سیګار د امریکا دولت ته دا مشوره ورکړې ده چې په ۲۰۲۶م مالي کال کې دې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات او د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره له افغانستان سره د امریکا د مرستو څارنه وکړي.

د سیګار په باور دا مرستې اوس کمې دي نو څارنه یې ځانګړې ادارې ته اړتیا نه لري او په دې ډول به لګښت هم راټیټ شي.