ملګروملتونو اندېښنه څرګنده کړې ده چې، ښایي د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ پر ملګروملتونو بشري مرستې کمې کړي چې دا به د نورو بېوزله هېوادو ترڅنګ پر افغانستان هم بېاغېزې نهوي.
زه فکر کوم چې ټرمپ به هلې ځلې وکړي چې دا موافقتنامه په طالبانو باندې بشپړه تطبیق کړي او ښایي خپلې مرستې مشروطې کړياذرخش حافظي
دا اندېښنه پهداسې وخت کې څرګنده شوې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدایالتونو د سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ یې له رسنیو سره شریک کړ ویلي دي، سږکال هم امریکا د افغانستان لپاره اته سوه پنځه اتیا میلیونه ډالر ځانګړې کړې دي چې، دا پيسې به د کال تر اخره په بشري برخه ولګول شي.
سیګار په خپل راپور کې له افغانستانه د دوه زره یو ویشتم کال له اګست راوروسته چې امریکایي پوځیان له دغه هېواده وتلي دي د امریکا د ټولو مرستو اندازه یو ویشت میلیارډه اعشاریه صفر شپږ ميیلونه ډالره یاده کړې ده، چې دا مرستې یا له افغانانو او افغانستان سره شوې یا ورته چمتو شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل، ممکن د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال له افغانانو سره د واشنګتن مرستې مشروطې شي.
نوموړی وايي: "زما له نظره چون د دوحې تفاهم لیک او وروسته قرارداد د ټرمپ په وخت لاسلیک شو. زه فکر کوم چې ټرمپ به هلې ځلې وکړي چې دا موافقتنامه په طالبانو باندې بشپړه تطبیق کړي او ښایي خپلې مرستې مشروطې کړي چې هغه شیان چې په توافقنامې کې نهدي عملي شوي هغه عملي شي او که داسې شي ممکن بیا امریکا مرستې وکړي او نور کومکونه هم وکړي."
د متحدایالتونو هغه مرستې چې وار لهمخه یې ژمنې شوې دي ممکن افغانانو ته ورکړل شي، خو ملګري ملتونه لهدې امله اندېښنه لري چې ټرمپ د ولسمشرۍ په تېره دوره کې د ملګروملتونو د سازمان منتقد و او خبرداری یې ورکړی و چې، ممکن د روغتیا له نړیوال سازمان، د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا او د ملګروملتونو له کلتوري سازمان یونسکو څخه ووځي.
واشنګټن د ملګروملتونو د ځینو ادارو لکه د دغه سازمان د جمعیت د صندوق (یواینایفپياې) یو بنیادي ملاتړ کوونکی دی او که چېرته پر دې صندوق د امریکا مرستې بندې شي، په افغانستان باندې به هم بېاغېزې نهوي.
په دې اړه نور: د امريکا ټاکنې او د ټرمپ ټاکل کېدل؛ ايا د افغانستان په اړه به د امريکا تګلاره بدله شي؟د ملګروملتونو د شمېرو لهمخې د ولسمشر بایډن ادارې تر اوسه نژدې یو میلیارډ ډالره د ملګرملتونو د مرکزي ادارې د بودیجې پوروړې ده او څه باندې اته سوه شپيته میلیارډه ډالر یې د سولهساتونکو د بودیجې پیسې نهدې ورکړي.
د سیګار د نوي خپاره شوي راپور لهمخې د ولسمشر بایډن د حکومت په موده کې له افغانستان او افغانانو سره امریکا درې اعشاریه درې دېرش میلیارډه په بشري او پراختیایي برخو لګېدلې دي، درې اعشاریه پنځوس میلیارډه د افغانستان وجهي صندوق ته استول شوې او د شویو مرستو لویه برخه چې نژدې نهه میلیارډه ډالره کېږي، له افغانستانه د افغانانو او د امریکا د متحدانو پر ایستلو او ځای پرځای کولو لګېدلې دي.