د امريکا ولسمشريزو ټاکنو بهير څه ډول روان دی؟

د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو بهير

امریکایان نن سه‌شنبې د ولسمشرۍ په تاریخي انتخاباتو کې چې هم په ملي کچه او هم په اووه ایالتونو کې چې برخلیک ټاکونکي بلل کېږي او سره ویشل شوي دي، رایې ورکوي.

د رایې ورکولو بهیر د امریکا په سیمه‌ییز وخت د سهار په اووه بجو په ځینو ختیځو ایالتونو کې پیل شوی، چې د الاسکا او هاوایي په ګډون به په سیمه‌ییز وخت تر ماښام پورې دوام وکړي.

د ډیموکراټانو له‌خوا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او د جمهوریپالو له‌خوا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ سره سیالي کوي.

په دغو انتخاباتو کې رایې ورکونکي همدارنګه د کانګرس د دواړو جرګو، د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سل کسیزې سنا جرګې د ۳۴ څوکیو لپاره استازي ټاکي.

دا چې د رایې ورکولو بهیر تر اوسه څه ډول روان دی، نوریاس نوري دا پوښتنه د مرکې په پيل کې د امریکا د ویسکانسن پوهنتون له استاد نجیب ازاد څخه کړې ده.

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نجيب ازاد مرکه