د ترافيکي پېښو له ډېرېدو وروسته؛ د ارزګان موټرچلوونکو ته وړيا روزنيز کورس راپيل شوی

ارزګان ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې صحنه

د ارزګان ولایت د ترافیکو ریاست د مسوولینو په وینا، په‌دې ولایت کې د موټر چلوونکو لپاره د موټر چلو وړیا ښوونیز کورسونه پیل شوي دي، چې تر دې مهاله له اته زیات موټر چلونکو په‌دې کورس کې ګډون کړی دی.

د ارزګان د ترافیکو مدیر ښاغلی ننګیالی وصال وایي، موږ د دې کورسونو په پیل سره هڅه کوو چې، په دغه ولایت کې د موټر چلوونکو مهارتونه لوړ کړ او د ترافیکي پېښو مخه ونيول شي.

اوس چې موټر چلونکي روزل کېږي او د موټر چلو په اصولو پوهېږي، زه فکر کوم چې موږ به ډېر خوندي یو."
د ارزګان يو اوسېدونکی

نوموړي وايي، په تېرو کلونو کې زیات‌شمېر موټر چلونکو ته بې له ازموینې د موټر چلولو جوازونه ورکول شوي وو، چې دا د پېښو د زیاتوالي لامل شو.

هغه زیاته کړه: "د دې نوي سیستم په مرسته موږ هڅه کوو چې موټر چلونکي د ترافیکي قوانینو، د سړک د نښو او د خوندیتوب اصولو په اړه وپوهوو، ترڅو په‌دې ولایت کې د ترافیکي پېښو د کچې د لا ټیټولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلو."

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د نړيوال روغتیا سازمان د راپور له‌مخې، په افغانستان کې هر کال په تخمیني ډول له ۳،۰۰۰ څخه تر ۴،۰۰۰ پورې کسان د ترافیکي پېښو په نتیجه کې مړه کېږي.

د دې ترڅنګ، ګڼ‌شمېر کسان د ترافیکي پېښو له امله ټپیان کېږي، چې د دې پېښو لوی لاملونه په سړکونو کې د خوندیتوب معیارونو نشتوالی، د موټر چلوونکو د مهارتونو کموالی او د ترافیکي قوانینو نه رعایت دی.

په دې اړه نور: د طالبانو حکومت: تېر يو کال کې د ترافيکي پېښو له امله له دوه زره ډېر کسان مړه شوي

د ارزګان ولایت اوسېدونکي او موټر چلوونکي د دې اقدام هرکلی کوي.

د دې ولایت یو موټر چلوونکی سیدولي وایي: "موږ ډېر خوشاله یو چې د موټر چلولو وړیا ښوونیز کورسونه پیل شوي دي. پخوا به دلته هره ورځ ترافیکي پېښې کېدلې او خلک به خپل ژوند له لاسه ورکاوه. اوس به موږ یو څه خوندي احساس وکړو او پوه به شو چې څنګه باید په سمه توګه موټر وچلوو."

یو بل موټر چلوونکی نثار وايي: "دا کورسونه زموږ لپاره ډېر ګټور دي. موږ به په‌دې کورس کې د ترافیکي قوانینو او خوندیتوب اصولو په اړه ډېر څه زده‌کړو، چې دا به د ترافیکي پېښو په کموالي کې مرسته وکړي."

دغه‌راز د ارزګان ولایت یو اوسېدونکی امین‌الله وایي: "ما پخوا تل د موټرو له تېز چلولو وېره لرله، کله به چې ښار ته وتلم، هره شېبه به مې فکر کاوه چې خدای مه کړه کومه پېښه رامنځته نه‌شي. خو اوس چې موټر چلونکي روزل کېږي او د موټر چلو په اصولو پوهېږي، زه فکر کوم چې موږ به ډېر خوندي یو."

د ارزګان ولايت ښار

د دې ترڅنګ یو بل اوسېدونکی جمال وایي: "پخوا به په ښار کې زیاتره موټر چلوونکي بې له‌دې چې د سړک نښې وپېژني، موټر چلول. دا کورسونه به د دې لامل شي چې دوی د ترافیکي اصولو او خوندیتوب په اړه ډېر څه زده‌کړي او ترافیکي پېښې راکمې شي."

د ارزګان د ترافیکو ریاست مسوولین د موټر چلو وړیا ښوونیز کورسونو له لارې هڅه کوي چې، په‌دې ولایت کې د ترافیکي پېښو د کچې د لا ټیټولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

د دوی په وینا، د دې کورسونو له پیل راهیسې د ترافیکي پېښو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.