ریچارډ بنېټ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د یوې بشپړې طرحې د جوړولو غوښتنه وکړه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ په طالبانو باندې کلکه نیوکه وکړه او د بشري حقونو وضعیت ته د رسېدنې لپاره یې د یوې طرحې جوړول اړین وبلل. ښاغلي بنېټ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال دا هم وویل چې د جرمونو نړیوالې محکمې ته د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د قضیو له لیږلو ملاتړ کوي.