د کابل پر سړکونو اعتراض او د طالبانو پر ضد غږ پورته کول خپل ژوند په خطر کې اچول دي
Your browser doesn’t support HTML5
له کورنۍ په پټه د کابل پر سړکونو اعتراض او د طالبانو پر ضد غږ پورته کول خپل ژوند په خطر کې اچول دي.
راضیه بارکزۍ چې د کابل پر سړکونو له لومړنیو اعتراض کوونکو وه، وايي: "لاریون ته د راتګ پر مهال مې فکر کوه چې بېرته ژوندۍ نه راځم."
راضیه د هغو ورځو کیسې کوي چې د طالبانو پر ضد يې اعتراضونه پیل کړل.