د افغانستان آزادۍ جبهې د کابل په هوايي ډګر د راکټي برید مسوولیت ومانه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې د کابل پر هوايي ډګر یې راکټي برید کړی دی. دې جبهې ویلي چې د هوايي ډګر پر نظامي برخه یې برید کړی او طالبانو ته یې د سرومال درانه تاوانونه اړولي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې عملیاتو لس دقیقې دوام درلود.