د کندهار د تازه مېوو سوداګر: کورنی بازار نه‌شته او پاکستان مالیه لوړه کړې ده

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار بزګر او د تازه مېوې سوداګر وایي، سږ کال یې د انګورو او انارو حاصل ښه و، خو په هېواد کې بازار نه‌شته او پاکستان پرې مالیه لوړه کړې ده. دا سوداګر د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې تازه مېوو ته د بازار موندلو برخه کې ورسره مرسته وکړي.