بایډن د جرمني، فرانسې او بریتانیا له چارواکو سره د اوکراین په اړه خبرې کوي

د عکس ښی لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هغه جرمنی سیال فرانک والتر شټاین مایر

نن په جرمني کې د امریکا او درېیو نورو هېوادونو مشران د اوکراین د جګړې په اړه خبرې کوي.

دا سرمشریزه یوه ورځ وروسته تر دې جوړېږي چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اروپایي ټولنې او ناټو له چارواکو سره هغه پلان شریک کړ چې د ده په خبره، له دې سره به مرسته وکړي چې پر اوکراین د روسیې ۳۱ میاشتنی یرغل پای ته ورسوي.

اروپا ته د امریکا د ولسمشر د دې سفر له اعلان سره روسیي ځواکونو د اوکراین پر ښارونو او بنسټیزو تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي.

نن اوکرایني چارواکو خبر ورکړ چې روسیې ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو یو تر ټولو ستر برید ترسره کړی چې څلورنیم ساعته روان وو.

ولسمشر بایډن پرون په ورځ جرمني ته ولاړ.

ټاکل شوې وه چې بایډن تېره اوونۍ په څلور ورځني سفر جرمني ته سفر وکړي، د رامشتاین ډلې په غونډه کې چې د اوکراین شاوخوا پنځوس متحدان په‌کې شامل دي، برخه واخلي او له اوکراین سره د سخت ژمي په درشل کې د نورو پوځي مرستو لارې چارې همغږه کړي.

دا سفر په امریکا کې د میلټن په نوم د توفان د چارو د سمون لپاره وځنډېده.

ولسمشر بایډن به د جرمني د ۲۴ ساعته لنډ سفر په ترڅ کې له ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر سره وګوري بیا د جرمني له صدراعظم اولاف شولتڅ، د فرانسې له ولسمشر ایمانول مکرون او د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمیر سره خبرې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي چې ولسمشر بایډن هڅه کوي چې له اوکراین سره د متحده‌ایالتونو ژمنې د اوږدې مودې لپاره دوامداره او بنسټیزې کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ اروپایي ټولنې او د ناټو متحدانو ته د خپل پلان په اړه چې دی یې د "بري پلان" بولي، توضیحات ورکړل.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر غوښتل چې دا چارواکي قانع کړي چې له دې پوځي اتحاد سره یوځای شي دا یوه له هغو هڅو څخه ده چې ولسمشر زیلینسکي استدلال کوي چې د جګړې د دوام لپاره به د مسکو اراده کمزورې کړي او مجبوره به یې کړي چې خبرو ته کېني.