د اوکراين ولسمشر نن اروپايي اتحاديې او د ناټو مشرانو ته خپل د "بريا پلان" وړاندې کوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي

د اوکراین ولسمشر نن د اروپایي اتحادیې او ناټو له مشرانو سره ګوري او خپل "د بریا پلان" تشریح کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي نن (د اکتوبر ۱۷مه) په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې او ناټو د غړو هېوادونو له مشرانو سره ملاقات کوي او خپل د "بریا پلان" جزیات به تشریح کړي.

دا پلان د هغو اقداماتو مجموعه ده چې د زيلينسکي په وینا به د جګړې بهیر د اوکراین په ګټه بدل کړي.

"زه فکر کوم چې دا پلان یوازې د هیلو یوه مجموعه ده چې نه به پوره کېږي
يو اوکرايني وګړی

د ازادي راډیو د اوکرایني څانګې د راپور له‌مخې ولودمیر زيلينسکي غواړي خپل لوېدیځ متحدین قانع کړي چې، اوکراین ناټو ته د غړیتوب لپاره راوبولي او د جګړې په ډګر او زیانمنو ښارونو کې د سخت ژمي په درشل کې نورې پوځي مرستې برابرې کړي.

هغه د اروپایي اتحادیې له مشرانو سره د مذاکراتو په درشل کې خبریالانو ته وویل، د هغه پلان د اوکراین پیاوړتیا او د ډیپلوماسۍ لپاره چمتووالی دی.

ولسمشر زيلينسکي پرون (د اکتوبر ۱۶مه) د اوکراین پارلمان کې په وینا کې د پنځه ماده‌ییز"بریا پلان" څخه پرده پورته کړه، چې د هغه په وینا کولی شي "تر راتلونکي کال پورې" جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

هغه همدارنګه وویل، دا پلان د اوکراین اصلي لوېدیځو متحدینو لپاره پټې ضمیمې لري.

د زيلينسکي "د بریا پلان" روسیې ته د دې هېواد د قلمرو سپارل رد کړي او غوښتنه یې کړې چې اوکراین دې ناټو پوځي تړون ته راوبلل شي.

د زيلينسکي "د بریا پلان" په اوکراین کې د خلکو ترمنځ بېلابېلې غبرګونونه راپارولي دي.

د اوکراين اوسېدونکي د دې پلان په اړه چې تر اوسه په ډاګه شوی نه‌دی، پاشلي نظرونه لري.

له میکولایف او اودیسې ښارونو څخه یوشمېر عامو اوکراینانو چې نه‌غواړي نومونه یې یاد شي، د ازادي راډیو اوکرایني څانګې سره خبرو کې د ياد پلان په اړه پاشلي نظرونه لري.

يو کس ويلي: "ما دا پلان نه‌دی لیدلی، خو په ټولیزه توګه د بریا پلان په اړه مثبت نظر لرم."

دغه راز يو بل تن وايي: "زه فکر کوم چې دا پلان یوازې د هیلو یوه مجموعه ده چې نه به پوره کېږي، ځکه زموږ لوېدیځ متحدین د جګړې د پای ته رسېدو په اړه بيخي بېل تصور لري او نه‌غواړي چې ځان د روسیې له جګړې سره په خطر کې واچوي."

ناټو تر اوسه په‌‌دې تړون کې د اوکراین د غړیتوب لپاره کومه مشخصه نېټه نه‌ده وړاندې کړې او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب نیت پر دې هېواد د روسیې د یرغل له دلایلو څخه یو بللی دی.

په دې اړه نور: زیلینسکي د کییف په ګټه د جګړې د څرنګوالي بدلولو لپاره یو لړ اقدامات په ګوته کړل

د ناټو سرمنشي مارک روته، نن خبریالانو ته وویل چې دا سازمان "په اوږدمهال کې" له اوکراین سره ولاړ دی او غواړي چې له مسکو سره د مذاکراتو له پیل مخکې، کیف په یوه قوي موقف کې وي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي نن (د اکتوبر ۱۷مه) دا هم وویل چې، هغه تېره شپه د امریکا د متحده‌ایالاتو له ولسمشر جوبایډن سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې یو ځل بیا د جګړې د بریا پلان په اړه خبرې کړې دي.