رسنۍ: د ترکیې د کډوالو په مرکزونو کې افغانان د تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ دي

ارشیف: په ترکیه کې امنیتي ځواکونه د یوه کډوال د لېږدولو پر مهال لیدل کېږي.

د امريکا چاپ پولټيکو او د جرمني شپېګل او يو شمېر نورو رسنيو د موندنو له مخې، افغان او سوريايي کډوال په ترکيه کې د ايستل کېدلو په مرکزونو او کمپونو کې له تاوتريخوالي، وهلو، ډبولو او ناوړه چلند او زور زياتي سره مخ دي.

دغو رسنیو تازه خبر ورکړی چې دغه مرکزونه کډوال په زوره مجبوروي چې "په خپله خوښه" د ستنېدو اسناد لاسلیک کړي.

دغه راز ویل شوي چې کډوال په ترکیه کې د شړل کېدو په مرکزونو کې له نامناسبو صحي شرایطو، له حده زياتې ګڼې ګوڼې او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د دغو رسنیو په راپور کې دا هم راغلي چې د ډېرو افغان او سوريايي کډوالو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې وکيل ته لاسرسی ولري او يا د خپلې کورنۍ له غړو سره اړيکه ونيسي.

د ترکیې حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د پروان اوسېدونکی محمد جاوېد وايي چې د ترکيې په کمپ کې د خپل يو کلن پاتې کېدو پر مهال د سختو شرايطو له امله يې په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره اړيکه ټينګه کړه او په دې وروستيو کې يې په زور افغانستان ته ولېږل شو.

جاوېد وايي: د ترکيې په کمپ کې حالات ډېر خراب وو، په زور يې مونږ مجبوره کړو چې لاسلیک وکړو څو افغانستان ته مو ولېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د قاچاق له لارې ترکیې ته د کار لپاره لاړو څو له خپلې کورنۍ سره مرسته وکولى شو، خو هغوی زه کمپ ته بوتلم، د ترکيې په کمپ کې حالات ډېر خراب وو، په زور يې مونږ مجبوره کړو چې لاسلیک وکړو څو افغانستان ته مو ولېږي."

همدارنګه په سویس کې یو له افغان کډوالو څخه محمد امان سرکش وايي چې د ترکیې په یوه کمپ کې یې څلور میاشتې په سختو شرایطو سره تېرې کړې.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په یوه ځای کې ۳۰۰ کسان ویده وو، د ځان د پټولو لپاره هېڅ هم نه وو، ځوانانو له هر ځاى څخه له خاورو کمپلې راوړې، هر یوې یې بوی کاوه، په زرګونو ناروغۍ وې او د ۳۰۰ کسانو په منځ کې یو هم نه و چې جوړ پاتې وي."

پولټیکو او شپېګل رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې دغه مرکزونه د ۲۱۳ میلیونه یورو په ارزښت د اروپايي ټولنې په مرسته جوړ شوي، خو اروپايي چارواکو د دغو مرکزونو پر وضعیت سترګې پټې کړي دي.

نیولاینز مجلې هم ویلي چې په وروستیو کلونو کې د ترکیې حکومت د پناه غوښتونکو د شمېر د کمولو لپاره د اروپايي ټولنې له‌خوا چمتو شوي زېربناوې کارولي او د استقامت مرکزونه یې د ايستل کېدو په کمپونو بدل کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دغو مرکزونو کې د بشري حقونو د سرغړونو د پراخو شواهدو سره سره د اروپايي ټولنې لوړپوړو چارواکو په ځلونو دغه موضوع له پامه غورځولې ده.

په همدې حال کې "این‌آرسي" ویلي چې په وروستیو کلونو کې د ترکیې د اقتصاد له سقوط او د کډوالو ضد احساساتو له زیاتېدو سره ترکیې د کډوالو د شړلو هڅې زیاتې کړي او سلګونه زره سوریایي او افغانان له ترکیې څخه راستانه شوي دي.

ارشیف: له ترکیې ایستل شوي افغان کډوال چې کابل ته رسېدلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "يواین‌ایچ سي‌آر" د بشري حقونو پر درناوي او د کډوالو لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو ټینګار کړى او له حکومتونو یې غوښتي چې د کډوالو د ساتنې په برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه مراعات کړي او د بشري حقونو د هر ډول سرغړونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر کال کې سلګونه زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.