د وړو نجونو نړیواله ورځ؛ افغان نجونې د بېلابېلو لاملونو له کبله له خپلو حقونو محرومې دي

په کابل کې د طالبانو له زده‌کړو یوه محرومه کړای شوې زده کوونکې

په افغانستان کې د ماشومو نجونو د ژوند بدمرغۍ حتا د دوی د پیدایښت له ورځو پیلېږي.

ځینې میندې په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو اوسېدونکې وایي، چې د خپلو مېړونو د کورنیو له‌خوا د لوڼو د زېږولو له امله اکثراً له ګواښ، تاوتریخوالی او رواني فشار سره مخ کېږي.

د میدان وردګو ولایت دا اوسېدونکې چې د څلورو لوڼو او یو زوی مور ده او نه‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې نږدې دوه کاله مخکې یې د څلورمې لور زېږولو له امله د خپلې خسرګنۍ له‌خوا له نامناسب چلند او خبرو سره مخ شوې ده.

هغه وايي: "کله چې مې هلک (زوی) پیدا شوی وه، خاوند مې غوا حلاله کړې وه او شکرونه یې ایستل چې زموږ کره زوی زېږېدلی دی، خو چې لوڼې مې پیدا کېدې، خاوند مې هم خپلې مور او هم ما ته کنځلې کولې چې د نجلۍ به مو وړې وه او جومات کې به مو ایښې وه، دا خو زما په درد نه خوري، موږ ډېرې خفه شوو چې دا خلک څنګه لور ته په سپک نظر ګوري، په داسې حال کې چې دا هم بشر ده."

ارشیف: د هرات ولایت د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه

دا یوازې د دې یوې مېرمنې کسیه نه‌ده، بلکې په افغانستان کې ډېرې مېندې دا شان وضعیت سره مخ شوي چې آن د افغانستان په ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې کله چې یوه مېرمن یوازې لوڼې وزېږوي، خاوند یې پرې بن "دوهمه مېرمن" هم راولي او د زامنو پیدا کولو په نیت دوهم او درېیم ودونه کوي.

دا په افغانستان کې د نجونو لپاره د ژوند د دودیزو ننګونو یوه بېلګه ده.

افغان نجونې د دوی په خبره، له هماغه ماشومتوبه په کور او ټولنه کې د دوی د جنسیت له امله له توپیري چلند سره مخ وي، تر هغې چې له دې دنیا سترګې پټوي.

زده‌کړې

د کابل ښار اوسېدونکې بهشته وايي: "زه او خویندې مې غواړو چې راتلونکي کې ډاکترانې شو، خو طالبان مو تعلیم ته نه پرېږدي."

هغې وویل، روانو حالاتو یې راتلونکي ته هیلې مړاوې کړي دي.

هغه وایي، له‌دې امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده چې، کال وروسته به له شپږم ټولګي پورته بیا ښوونځي د تګ او زده‌کړو اجازه ونه‌لري.

نوموړې زیاته کړه: "زه اوس په پنځم ټولګي کې یم، زه غواړم چې دولسم ټولګي نه پورته هم درس ووایم، خو چې طالبان مو نه پرېږدي زړه مې ډېر خفه کېږي."

بهشته داسې وخت د خپلو هیلو د مړاوې کېدو او راتلونکي ته یې د اندېښنو خبره کوي چې، ملګروملتونو سږ کال د اکټوبر ۱۱مه د نجونو ماشومانو نړیوال ورځې موضوع "راتلونکي لپاره د نجونو لید" په نوم نومولې ده.

په افغانستان د ډېرو نورو ناخوالو تر څنګ له تېرو درېیو کلونو راهیسې له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ډېری نجونې یې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې کړي او په کور یې کېنولي، چې آن له رواني فشارونو سره هم مخ شوي دي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي او د اتم ټولګي زده‌کوونکې ۱۳ کلنه نګینه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له زده‌کړو محرومه شوې، ازادي راډیو ته یې وویل پر زده‌کړو د بندیز له امله له بېلابېلو رواني ستونزو سره مخ شوې ده.

نګینه وايي: ما غوښتل چې راتلونکې کې یو ښه ښوونکې شم او په ټولنه کې هم د خلکو او د خپلې کورنۍ لپاره موثره واوسم او له دوی سره مرسته وکړم، خو اوس چې زموږ زده‌کړې بندې دي دا ټولې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوي.

هغه وايي: "ما غوښتل چې راتلونکې کې یو ښه ښوونکې شم او په ټولنه کې هم د خلکو او د خپلې کورنۍ لپاره موثره واوسم او له دوی سره مرسته وکړم، خو اوس چې زموږ زده‌کړې بندې دي دا ټولې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوي، دوی (طالبان) نجونو ته هيڅ د انسان په سترګه نه ګوري، دې حالت مې روح او روان ډېر اغېزمن کړی دی، ډېر کله مې هپڅ فکر سم کار نه‌‌کوي زه وایم کېدای شي دوه درې کاله وروسته به کاملاً لېونۍ شم."

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د زده‌کړو سربیره په تېرو درېیو کلونو کې دوی له تفریح او ورزش راګرځولي او آن له محرمه پرته یې پر تګ راتګ هم بندیز لګولی دی.

دغه شان د طالبانو حکومت د امربالمعروف په نوم نوي قانون کې د نجونو او ښځو غږ هم "عورت" بللی چې افغان ښځې او نجونې، نړیوال او حتا دیني عالمان له ټولنې د ښځو او نجونو بشپړ محو کول بولي، خو طالب چارواکو یې په بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی دی.

درانه کارونه

د افغان نجونو د ژوند د ناخوالو کیسې یوازې په‌دې محدویتونو او بندیزونو نه خلاصه کېږي، بلکې نور بېلابېل لاملونه هم شته چې دوی یې د ژوند په لومړنیو پړاوونو او کم عمر کې د بدمرغیو زغم ته اړ ایستې دي.

له‌دې شمېره یوه موضوع د کورنیو او په ټوله کې د هېواد د اکثریت نفوس بد اقتصادي وضعیت دی.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ۱۰ کلنه سعدیه چې له خپل پلار سره د دغه ولایت سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې کار کوي وایي، مجبوره ده د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره له خپل پلار سره دا درانه کارونه ترسره کړي.

سعدیې ازادي راډیو ته وویل: "زه دلته دا خښتې اچوم او قالب ډکوم بیا یې وروسته وړم هلته یې خالي کوم، زه سهار وختي چې هغه وخت لمر نه وي راختلی دلته راځم، بیا تر غرمې دولس بجو دلته کار کوم، زما پلار غریب دی، موږ پیسې نه‌لرو، مجبوره یو دلته سختي ده ځکه کار کوو."

سعدیې وویل چې ډېر کله ښوونځي ته ځکه نه‌شي تللی چې ښوونځي ترې لرې او د درس وخت کې دا د خښتو بټیو ته راځي او کار کوي.

په افغانستان کې د خښتو یوه بټۍ

په کم عمر ودونه

په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه او د جنسیت پر بنسټ د نجونو پر وړاندې توپیري چلند ډېری وخت آن د دې لامل کېږي چې کورنۍ خپلې لوڼې په کمو عمرونو کې ودوي، په بدیو کې یې ورکوي او یا یې هم له ماشومتوبه د چا په نوم کوي.

د بشري حقونو او ماشومانو په ځانګړې توګه ماشومو نجونو د حقونو ځینې فعالان په‌دې باور دي چې، د دغو ټولو بدمرغیو سرچینې په کافي اندازه د سواد نه‌شتون، اقتصادي ستونزې او په‌دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له لوري پر نجونو او ښځو بېلابېل بندیزونه او محدودویتونه دي.

له‌دې ډلې د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر اړه ازادي راډیو ته وویل، پهډدې وروستیو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو د کم‌عمره نجونو د ودونو کچه نوره هم پراخه کړې ده.

مېرمن اکبر وویل: "په افغانستان کې په ټوله کې د نجونو او بیا د ماشومو نجونو وضعیت کړکېچن دی چې دا حالت د دوی پر رواني حال او طبعاً د دوی په راتلونکي کې ډېره جدي اغېز لري، بل د زده‌کړو د بندېدو له امله اوس د کم عمره یا وړو نجونو د ودونو کچه زیاته شوې او له بده‌مرغه دوی تر وخت وړاندېد اجباري ودونو قربانیانې کېږي."

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشره شهرزاد اکبر

مېرمن اکبر وایي، پکار ده چې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د عامه پوهاوي او اسانتیاوو برابرلو لپاره خپل د کار تمرکز زیات کړي.

د یادونې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې ازادي راډیو هم د نجونو د ښوونځیو تر بندېدو وروسته په کم عمر کې د نجونو جبري ودونو په اړه راپوردرلود چې، په هغه کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر واده شویو او کوژده شویو کم‌عمره نجونو په کې د خپل تریخ ژوند کیسې کړې وې.

ملګري ملتونه

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له‌‌مخې یو انسان د زېږون له وخته تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي، چې افغانستان په ۱۳۷۳ لمریز کال کې ورسره یوځای شوی دی.

نن د اکتوبر یوولسمه نېټه ده ملګروملتونو دا ورځ د نجونو ماشومانو نړیوالې ورځې په توګه نومولې او ویلي یې دي د ۲۰۲۴م کال د نجونو د نړیوالې ورځې موضوع "د راتلونکي لپاره د نجونو لید" دی.

دغه سازمان په ۲۰۱۱م کال د ډسمبر په ۱۹مه په خپله عمومي اسمبله کې د اکټوبر ۱۱مه د نجونو ماشومانو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده او ویلي يې دي، د دې ورځې د مشخصولو او نمانځنې موخه له ماشومتوبه ان تر پېغلتوب او تر هغې وروسته هم د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د نجونو د حقونو پېژندل او او د دوی د حقونو مراعتول دي.

ملګروملتونو له وړاندې په‌دې اړه په خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې، د نجونو نننی نسل په غیر متناسب ډول د اقلیم بدلون، جګړو، بې‌وزلۍ او د بشري حقونو او جنسیتي نابرابرۍ او د نړیوال کړکېچ له امله اغېزمنې شوې دي.

د دغه سازمان په خبره، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېری نجونې لا هم له خپلو حقونو څخه بې‌برخې دي، حتا د انتخاب حق نه‌لري، چې په ټکویې د دوی راتلونکی محدودوي.

خو ملګري ملتونه پر دې هم ټینګار کوي چې دا مهال په نړۍ کې ۱.۱ میلیارد نجونې د لوړو وړتیاوو درلودونکي دي او په ټکو یې چې که په ټوله کې د نجونو ماشومانو دوامداره ملاتړ وشي، په بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي، بشري او سوداګرۍ برخه کې به د پام وړ او ګړندي ظرفیتونه رامنځته او پرمختګونه به وکولای شي.