د حماس هغه حمله چې اسراییل یې بدل کړ او د جګړې سبب شوه

فلسطیني وسله‌والو د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د غزې او اسراییلو پر سرحدي سیمه کې پر اغزن تار یرغل یووړ.
د حماس افراطي ډلې بې مخینې او له څو اړخونو پر اسراییلو زرګونه راکټونه وتوغول او د دوی لسګونه وسله‌وال د ځمکې او هوا له لارې په داسې لارو اسراییلو ته ننوتل چې په کلکه توګه یې امنیت ټینګ شوی و. دغو وسله‌والو له رخصتي په استفادې دغه برید طرح کړی و.
 

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه یوه ځوانه اسراییلۍ مېرمن نوا ارګاماني په داسې حال کې چې د یوه وسله‌وال له لوري په موټرسایکل کېنول شوې، د خپل ژوند ملګري ته غږونه کوي. دغه مېرمنه د موسیقۍ له یوه فیسټیواله وسله‌والو برمته کړه.
ارګاماني او درې نور برمته شوي اسراییلیان په تېر جون کې د اسراییلو د ځواکونو له لوري وژغورل شول.

د اسراییلو په جنوب کیبوتز ازا کې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په لسمه د حماس د وسله‌والو له لوري د وژل شوي یوه اسراییلي جسد.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۲مه د اسراییلو جنوب ته نږدې د غزې تړانګې سرحدي سیمه کې د موسیقۍ د فیسټیوال ساحه. 
اسراییلي چارواکو د قربانیانو له معایناتو او د بشري حقونو د ډلو د اسنادو او شواهدو پر بنسټ ویلي، حماس ډلې د اسراییلو جنوب کې د دغو بریدونو په ترڅ کې پراخ جنسیتي جنایات ترسره کړي دي.

د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۱مه د اسراییلو جنوب  کیبوتس نیر اوز کې د هغې وژل شوې نجلۍ تصویر په دېوال لګول شوی چې د خونړۍ حملې په  ترڅ کې په مرمې لګېدلې وه.

خلک د نوا موسیقۍ فیسټیوال له سیمې لیدنه کوي، هغه سیمه کوم کې چې حماس سلګونه کسان ووژل او برمته کړل او غزې ته یې یووړل. دغو خلکو د اکټوبر په اوومه د اسراییلو جنوب کیبوتز ریم کې د وژل شویو کسانو یاد غونډه کړې

یوه مېرمن د اکټوبر په اوومه د هغه نقاشي شوي دېوال څه تېرېږي چې د موسیقۍ د فیسټیوال د قربانیانو انځورونه پرې لګېدلي دي.
 

د بېړنۍ ادارې کارکوونکو د اسراییلو پلازمېنې تل‌ابیب ته څېرمه د هغو توغندیو ځواب ورکړ چې له غزې څخه د چاباد کفار لور ته توغول شوي دي.

پر اسراییلو د حماس د برید یو کال پوره شو. حماس یو کال مخکې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې له ۱۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور يې برمته کړل. شاوخوا ۱۰ کسان لا هم له حماس سره برمته دي، خو ډېری یې وژل شوي دي. حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.