تاندې څانګې؛ ولې افغان ځوانانو ته د کار کولو زمینه نه برابرېږي؟

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په وروستیو کې دغه ډله ځوانان له افغانستان وتلي او دغه انځور یې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمه کې اخیستل شوی دی.

د ازادي راډیو په اوونیزې تاندې څانګې خپرونه کې د هغو ځوانانو خبرې اورئ چې وایي، د وزګارۍ له کبله اړ دي څو په نامعلومه سفر لاړ شي.

په پیل کې به واورئ ولې افغان ځوانانو ته د کار کولو زمینه نه برابرېږي؟

هغه ځوانان چې د کار لپاره مسافرت ته مجبورېږي، له کومو پېښو سره مخ شوي دي؟

دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې