د ازادي راډیو په اوونیزې تاندې ځانګې خپرونه کې له زدهکړو څخه د افغان نجونو د دوامداره محرومېدلو په هکله خبرې کېږي.
په پیل کې به واورئ چې له درېیو کلونو راپهدېخوا له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونې له زدهکړو څخه منع شوې دي، دې کار پر دوی کومې منفې اغېزې کړې دي؟
که د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې نهشي، کومې بدې پایلې لري؟
دا خپرونه د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: