د لسو هېوادونو ترمنځ د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام پيل شو

له ارشيفه د ښځو د کرکټ نړيوال جام يو انځور

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام نهم پړاو نن پنج‌شنبه د اکټوبر په ۳مه نېټه پيل شو.

دغه سیالۍ چې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره کېږي، ۱۰ لوبډلې په‌کې ګډون لري، چې په دوه ګروپونو سره وېشل شوي دي.

د پیل سیالي یې د بنګله‌دېش او سکاټلنډ ترمنځ ده چې د کابل پر وخت مازدیګر ۲:۳۰ بجې پیل شوې ده.

دغه راز په‌دې ورځ دویمه سیالي د پاکستان او سکاټلنډ ترمنځ ده چې ماښام پيليږي.

"ما په لومړي ځل د ۲۰۰۹ ز کال په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون وکړ، دا زما لومړنۍ نړیواله لوبه هم وه،

د یاد نړیوال جام په A ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي، په B ګروپ کې بیا بنګله‌دېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز لوبډلې یوځای شوي دي.

په‌دې نړیوال جام کې د سریلانکا لوبډلمشره چمیرا اټوپټو چې تر دې دمه یې د ای‌سي‌سي په ټولو شل اوریزو نړیوالو جامونه کې برخه اخستې ده وايي: "ما په لومړي ځل د ۲۰۰۹ ز کال په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون وکړ، دا زما لومړنۍ نړیواله لوبه هم وه، پینځلس کاله تېر شول، خو موږ لا هم هيڅ نړیوال جام نه‌دی ګټلی دا بیخي صحیح وخت دی چې دا جام وګټو."

دغه راز د ویسټ اینډیز لوبغاړې سټفنیا ټایلر هم تر دې دمه په ټولو شل اوریزو نړیوالو جامونو کې د خپل هېواد استازولي کړې ده.

هغې وړاندې وویل: "زه حیرانه شوم چې راته وویل شول د نهم ځل لپاره به په شل اوریز نړیوال جام کې ولوبیږم، ما باور نه کاوه، راته وویل شول چې په اول ځل په ۲۰۰۹ نړیوال جام کې ولوبېده، بیا مې د خپلو ګوتو شمېر پيل کړ او حیرانه شوم."

د کرکټ نړيوال جام يو انځور

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې، په لومړي ځل به په‌دې شل اوریز نړیوال جام کې ګټونکې او دویم مقام لرونکې لوبډلو ته د نارینو هومره پيسې ورکړل شي.

د دې شل اوریز نړیوال جام لپاره په ټولیزه توګه اووه میلیونه، نهه لکه اته پنځوس زره امریکايي ډالر ځانګړې شوې دي، چې په بېلابېلو کټګوریو به په لوبډلو وویشل شي.

د راپورونو پر اساس نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به ۲.۳۴ میلیونه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته به ۱.۱۷ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شي.

تر دې دمه د اسټرالیا هېواد ۶ ځله د ښځو شل اوریز نړیوال جام پایلوبه ګټلې ده او سږنۍ پایلوبه به تر ۲۲ سیالیو وروسته د اکټوبر په ۲۰مه نېټه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.