مېرمن پروين د راډيو افغانستان لومړۍ سندرغاړې

Your browser doesn’t support HTML5

د راډیو افغانستان له لومړیو سندرغاړو یوې مېرمن پروین شا او خوا پنځه سوه سندرې ویلي وې. دې د کابل په مستورات ښوونځي کې لومړۍ زده‌کړې کړې وې او وروسته یې د نرسینګ او قابله‌ګي په برخه کې درس ویلی و. د پروین مور د ستنې کار کاوه او کورنۍ يې ساتله.