د "ډوډۍ او سور ګل" فلم مستند د افغان فلم جوړونکې صحرا ماني په لارښوونه تېره اوونۍ په لومړي ځل په کاليفرونيا کې نندارې ته وړاندې شو. دا مستند له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو او د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د افغان مېرمنو ژوند انځوروي. د ډوډۍ او سورګل فلم مستند د اپل شرکت محصول دی.
دا خوړنځای پهداسې حال کې په کابل کې فعاليت کوي، چې د نړيوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، له تېرو درې کلونو راهيسې افغانستان کې د نجونو او ښځو کاري بوختيا په تېزۍ سره کمه شوې ده.
د ایران پلازمېنه تهران کې، د پوهنتون یوې محصلې په انګړ کې ځان نیمه لوڅ کړ، چې له امله یې ونیول شوه او د رواني ناروغیو ډاکتر ته معرفي شوه. د هغې په ملاتړ، د بشري حقونو لندن مېشتې فعالې رخسارنه محمد خاني هم د لندن مرکزي میدان ته نیمه لوڅه لاړه او د ځان فلم یې واخیست.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د چادریو د پلور بازار تود شوی دی. د طالبانو د سختو قوانینو له کبله دا رنګه پوښښ ته تقاضا زیاته شوې او پلورونکي هم د مشتریانو له ډېروالي او بیو لوړوالي سره مخامخ دي.
راحله سروري په کابل کې هغه نجونو ته د رسامۍ او انځورګرۍ تدریس کوي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره له زدهکړو بېبرخې شوې دي. هغه چې له نهم ټولګي فارغه ده وايي، طب لوستل یې غوښتل، خو دا چې د زدهکړو زمینه برابره نهده، هنر ته یې مخه کړې ده.
د دې نندارتون جوړونکې مېرمنې وايي، هدف یې دا دی چې طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانو مېرمنو محدود شوی ژوند نړۍ ته وښيي. کیانا هایري او میلیسا کورنېټ په افغانستان کې ۷ میاشتې تېرې کړي او په ۷ ولایتونو کې یې نږدې ۱۰۰ افغانو مېرمنو سره خبرې کړي او د هغوی انځورونه یې اخیستي دي.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو لهخوا د ښځو پر فعالیتونو او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګول شوي دي. ښځې د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرۍ د ودې لپاره ښه فرصت ګڼي.
د مشهور سوک وهونکي محمد علي کلي مېرمن خليله کماچو کلي وايي، غواړي په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی لوبغالی جوړ کړي. نوموړې دغه خبرې نن په کابل کې له ډېرو جزییاتو پرته د طالبانو د حکومت د بدنې روزنې او ورزش ریاست له تخنیکي او مسلکي مرستیال احمدجان ځدراڼ سره په کتنه کې وکړې.
له کورنۍ په پټه د کابل پر سړکونو اعتراض او د طالبانو پر ضد غږ پورته کول خپل ژوند په خطر کې اچول دي. راضیه بارکزۍ چې د کابل پر سړکونو له لومړنیو اعتراض کوونکو وه، وايي: "لاریون ته د راتګ پر مهال مې فکر کوه چې بېرته ژوندۍ نه راځم." راضیه د هغو ورځو کیسې کوي چې د طالبانو پر ضد يې اعتراضونه پیل کړل.
د محدودیتونو په نړۍ کې ښايي هېڅ د تللو لاره ونه لیدل شي، خو ځینې کسان ښيي چې خلاقیت او اراده کولی شي څو هر سرحد شا ته پرېږدي. معلوله انځورګره زهرا محمدي خپل استعداد، وړتیا او انګېزه نندارې ته وړاندې کوي او وايي: "هېڅ حالت ته تسلیمه نه شوم. برس یا قلم مې په خوله کې ونیوه او انځورونه مې ایستل."
د طالبانو د حکومت لهخوا د ښځو پر کار او زدهکړو له محدودیتونو وروسته، ډېرو نجونو او ښځو د لاسي ګنډلو په ګډون نورو بېلابېلو کارونو ته مخه کړې ده. یوه یې ۱۹ کلنه زهرا حمیدي ده، چې د زدهکړو پر مهال یې له یوې بهرنۍ موسسې سره کار کاوه.
مريم امرخېل يوه افغان سوداګره او فعاله، چې اوس په جرمني کې اوسېږي، لسګونه افغان کليوالو ښځو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده. هغه د کلیوالو ښځو لاسي صنایع د اروپا په بازارونو کې پلوري. مريم امرخېل د طالبانو تر بيا واک ته رسېدو مخکې په افغانستان کې کار او زدهکړې کولې.
نور راوښيه