د بلوچستان په يو شمېر سيمو کې د پښتنو کلتوري ورځ ونمانځل شوه
Your browser doesn’t support HTML5
د پاکستان د يو شمېر نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې هم د سپټمبر په ۲۳مه د پښتنو کلتوري ورځ ونمانځل شوه.
د دې ورځې په مناسبت په کوټه کې په جوړو شويو مراسمو کې د کلتور د ارزښت په اړه پر ويناوو سربېره، د پښتنو د کلتوري توکو نندارتونونه هم جوړ شوي وو.
هلکانو او نجونو خپلې دوديزې جامې اغوستې وې.
په دې مراسمو کې ځوانانو پګړۍ هم تړلې وې او اتڼونه یې هم وکړل.
د پښتنو کلتوري ورځ په لومړي ځل د کوټې د پښتو اکاډمۍ لهخوا په ۲۰۱۵م کال کې د يو نړيوال کنفرانس پر مهال اعلان شوه چې اوس هر کال د سپټمبر په ۲۳مه نمانځل کېږي.
نور په راپور کې: