په پاکستان او ایران کې د دې هېوادونو ملي سرودونو ته د طالب چارواکو نه درېدو غبرګونونه پارولي

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور تهران ته د اسلامي یووالي په نوم یوه رسمي غونډه کې د سپټمبر په ۱۹مه د ایران ملي سرود ته نه و درېدلی.

په دوو ګاونډیو هېوادونو کې ملي سرود ته د طالبانو د حکومت د چارواکو نه درېدلو د دغه هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر افغان پخواني ډیپلوماتان د هېوادونو ملي سرودونو ته نه درېدل "بې احترامي" او د ډیپلوماتیک عرف خلاف بولي او وایي چې دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېزې درلودلی شي.

په ایران کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخواني سفیر محمد عمر داوودزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "هر ملک د ملي هویت لپاره درې مهم ملي ارزښتونه لري چې هغه بیرغ، ملي سرود او پاسپورټ دی، که هر هېواد د دې یو بې احترامي وکړي دا بیا بالمثل عمل تکرار کېدای شي، نو دا ډېر غلط کار شوی دی، د دې ډول اعمالو د مخنیوي لپاره ملکونه خپل تاریخ او اقدامات لري."

په ایران کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخواني سفیر محمد عمر داوودزی

په چین کې د افغانستان پخواني سفیر جاوېد قایم بیا وایي، د ډیپلوماتانو یا سیاسي پلاویو دا ډول اقدامات ان د دوو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې کولای شي.

قایم وویل: "دا ډېر اساسي اصول دي، که یې څوک نه مراعتوي له یوه اړخه ډېر بد ښکاري او بل اړخ بیا د ډیپلوماتیک عرف ماتول دي، که د یو هېواد سفیر یا ډیپلوماتان دا اصول نه شي مراعتولی دا بیا د هغه د هېواد پر ملي ګټو زیات تاثیر لري. په ډیپلوماتیکو اړیکو کې متقابل احترام ډېر مهم دی. ستونزه دا ده چې دا اصول له دیني موضوعاتو سره تړل کېږي، حال دا چې دا هېڅ تړاو نه سره لري."

د یادونې ده چې تر پاکستان وروسته په ایران کې د هغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د حکومت د یو چارواکي نه درېدو د دغه هېواد د بېلابیلو چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور تهران ته د اسلامي یووالي په نوم یوه رسمي غونډه کې د سپټمبر په ۱۹مه د ایران ملي سرود ته نه و درېدلی چې له پراخو غبرګونونو وروسته یو شمېر ایراني رسنیو له دې ډلې تقریب د جمعې په ورځ له ایرانه د هغه د بخښنې ویډیو خپره کړې ده.

بي‌بي‌سي فارسي او ځینو ایراني رسنیو بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دوی په دې اړه په تهران کې د طالبانو سفیر وراحضار کړی و.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمی قُمي د طالبانو د حکومت د دغه چارواکي د دې عمل په غبرګون د جمعې ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "د شریعت د اصولو پر بنسټ د موسیقۍ د غږولو د منع کولو په پلمه د ډیپلوماتیکو اصولو سپکاوی هېڅ معنی یا مثال نه لري، که داسې وي، په دې کې اورېدل هم شاملېږي."

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمی قُمي

له دې وړاندې د سپټمبر په ۱۸مه په پېښور کې د طالبانو د حکومت قونسل په یوه غونډه کې د پاکستان ملي سرود ته نه و درېدلی چې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌آباد کې د طالبانو د حکومت سفیر احضار کړی و.

وروسته پېښور کې د افغان قونسلګرۍ له‌خوا په یوه خپاره شوي بيان کې ویلي شوي وو چې موخه چا ته "سپکاوی" نه و، "خو دا چې د ملي سرود د خپرېدو پر مهال موسیقي وه، نو جنرال قونسل نه و درېدلی."

د یادونې ده چې ځینو ایراني چارواکو په دې اړه په غبرګون کې په خپلو ایکس‌پاڼو ویلي چې که طالبانو غواړي چې نړیوال ورسره ډیپلوماتیک تعامل ولري، باید بین‌الدول اصول مراعت کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د یو هېواد له لوري هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د ایران، پاکستان، ازبکستان، چین، عربي اماراتو، او قزاقستان په ګډون په ځینو محدودو اسیايي هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ او قونسلګرۍ دوی ته ورکړل شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګولی او له همدې کوم ملي سرود هم نه لري، دوی موسیقي د اسلام له نظره ناروا ګڼي.