د زهرو کاروان؛ بهرني قاچاق کوونکي د طالب چارواکو په مرسته جنوبي اسيا ته نشه‌يي توکي قاچاق کوي

له ارشيفه د نشه‌يي توکو يو انځور

د زهرو کاروان په‌دې خپرونه کې اورئ، چې د ملګروملتونو يو نوی راپور ښيي چې بهرني قاچاق کوونکي د ځينو طالب چارواکو په مرسته له افغانستانه جنوبي اسيا ته نشه‌يي مواد قاچاق کوي.

دغه راز په يو راپور کې به له تخاره د معتادينو ستونزې واورئ چې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د کورنۍ تر فشار لاندې دي او له درملنې وروسته بېرته معتاد کېږي.

د دې ترڅنګ له يو ډاکټر به دا واورئ چې ولې معتادين د ګنده بغل په ستونزه اخته کېږي؟د خپرونې په دوام له يو معتاد سره د زړه خواله او په وروستيو کې ډرامه هم خپريږي.

دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان؛ بهرني قاچاق کوونکي د طالب چارواکو په مرسته جنوبي اسيا ته نشه‌يي توکي قاچاق کوي