هغه نجلۍ چې د طب محصله وه، اوس یې په هرات کې قهوه خانه جوړه کړې

Your browser doesn’t support HTML5

۲۳ کلنې مرجان عزیزي په هرات ولایت کې یوه قهوه خانه جوړه کړې، چې ښځې او نارینه کولی شي په مشخصو ټاکل شویو جلا جلا وختونو کې هلته لاړې شي او قهوه وڅښي. په‌دې قهوه خانه کې د مشتریانو لپاره د مطالعې زمینه هم برابره شوې ده.