سيمه کې د کړکېچ زياتېدو ويره؛ فرانسې خپلو چارواکو ته د اضافي امنيتي تدابيرو سپارښتنه کړې

پاريس - فرانسه

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانین د جمعې په ورځ د دغه هېواد په ټولو برخو کې د یهودانو په مشخصو ساحو کې د اضافي امنیتي تدابیرو امر وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانین په یوه پیغام کې خپلو چارواکو ته د اضافي امنیتي تدابیرو سپارښتنه کړې ده.

هغه په یوه پیغام کې چې د فرانسې خبري اژانس هم کتلی ویلي، د غچ اخیستلو په نیت د حملو خطر واقعي دی، په ځانګړي ډول اوس چې د اسرايیل زیات وګړي د المپیک لوبو په خاطر په فرانسه کې دي.

په نړۍ کې تر اسرايیل او د امریکا تر متحده‌ایالتونو وروسته فرانسه درېیم هېواد دی، چې د اسرايیلي وګړو شمېر په‌کې زیات دی.

فرانسه دغه راز په اروپا کې د مسلمانانو زیات شمېر وګړي هم لري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د خپل هېواد پولیسو او امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې له ځنډ پرته سره منسجم شي.

ژرالد دارمانین زیاته کړې، چې هدف د هغو ستراتېژیکو ځایونو خوندیتوب دی، چې د ده په وینا یهودي هېوادوال یې ورته تګ راتګ کوي، په ځانګړي ډول دې دا خوندیتوب د یهودانو د مذهبي مراسمو پر مهال تضمین شي.

د فرانسې پوليس

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په عین حال کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې له ایرانه ووځي.

دغه وزارت په یوه بیانیه کې ویلي، چې په سیمه کې د پوځي کړکېچ د زیاتېدو خطر ته پام سره د فرانسې هغه وګړي چې لا هم په ایران کې دي، باید څومره ژر چې ممکنه وي له ایرانه ووځي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې، د جمعې په ورځ زرګونو کسانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه له مړي سره مخه ښه وکړه، چې خاورو ته د هغه د سپارلو لپاره مراسم جوړ شوي وو.

هنیه تېره چهارشنبه د ایران په پلازمېنه تهران کې د یوې حملې په نتیجه کې ووژل شو، چې پرون په قطر کې خاورو ته وسپارل شو.

د اسماعيل هونيه د جنازې مراسم

تهران په‌دې حمله کې اسرايیل په لاس لرلو تورن کړی، خو اسرايیل په رسمي ډول د دې حملې مسوولیت نه‌دی منلی.

د هنیه تر وژل کېدو وروسته د غچ اخیستنې غوښتنې مطرح شوې دي.

په غزه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د روانې جګړې د ختمولو لپاره د مذاکرو د دوام په اړه هم شکونه ولاړ شوي دي.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

دغې ډلې هم د غچ اخیستنې ګوت‌څنډنه کړې ده.