اسراييل د حزب‌الله د مېلشو وتلي قوماندان فواد شکر د وژنې ادعا کړې

هغه ودانۍ چې پرون سه‌شنبه د اسراييل د بريد هدف ګرځېدلې

اسراییل ادعا کوي چې د حزب‌الله د ملېشو وتلی قوماندان فواد شکر، یې وژلی دی.

شکر د روانې اوونۍ د پیل په هغه راکټي حمله کې په لاس لرلو تورن و، چې ۱۲ اسراییلي ځوانان یې ووژل.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې وویل، نوموړی چې دا برید یې تنظیم کړی و، په بیروت کې په یوه اپارتمان کې په نښه شو.

شکر چې د الحاج محسن په نوم هم یادېده او د امریکا د تروریستانو په تور لېست کې و او د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ته تر ټولو نژدې کس بلل کېده.

متحده‌ایالات چې حزب‌الله یوه تروریستي ډله بولي د شکر پر سر پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

دې حملې د منځني ختیځ د کړکېچ د پراخېدو وېره زیاته کړې ده.