ټولنپوهان: په ټولنه کې د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل د بیا معتاد کېدو عمده علت دی

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

روغو شویو معتادینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی چې تر درملنې وروسته کورنۍ، خپلوان او د ټولنې عام خلک بیا هم د معتاد په سترګه ورته ګوري او ښه چلند نه ورسره کوي، له همدې امله دوی د یوازيتوب احساس کوي او بېرته نشو ته مخه کوي.

د بېرته معتاد کېدو اجتماعي او محیطي لاملونه څه دي، باید اجتماعي کارکوونکي د معتاد د درملنې پر مهال څه وکړي چې روغ شوی معتاد بېرته نشو ته مخه نه کړي او په دې برخه کې د معتادینو د کورنیو او عامو خلکو مسئولیتونه څه دي؟

په دې اړه د معتادینو د درملنې په برخه کې له اجتماعي کارکوونکي میوند هوشمند سره مرکه شوې چې هوشمند په پیل کې د بېرته معتاد کېدو په اړه معلومات ورکوي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

هوشمند سره مرکه