په ننګرهار کې د باران او توپان له امله زیانمن شوي مرستې ته اړتیا لري

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د سختو بارانونو او توپانونو ډېری زیانمن شوي کسان وايي، دوی ته مرستې نه‌دي رسېدلي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د توپان او سختو بارانونو له امله لسګونه کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.