خټک: ګیله من د مبارزې په سمبول بدل شو

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتون ژغورنې د مخکښ غړي ګیله­ من وزیر جنازه نن د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده څخه اوچته کړای شوه او سبا جمعه خاورو ته سپارل کېږي.

هغه د جولای میاشتې پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور تېره شپه په یوه وینا کې وویل، ګیله­من وزیر د جولای د ازاد خان داوړ په نامه يو تن او له هغه سره لسو یا دوولسو کسانو په لرګیو او چړو پر سر وهلی و.

وروسته له دې چې منظور پښتین پر پولیسو د دې پېښې په تړاو پر اقدام نه کولو نیوکه وکړه، د اسلام اباد پولیسو وویل چې پر ګیله من وزیر یې د برید دوسیه پرانیستلې ده او پلټنې یې پیل کړې دي.

له افراسیاب خټک څخه د دې مرکې په سل کې پوښتنه شوې چې د ګیله من وزیر وژل کېدل ایا د روانو وژنو لړۍ ده، که له نورو قضیو متفاوته ده؟