د م.م. د بندیزونو د څار ډله وايي، افغانستان لا هم ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځای دی

په افغانستان کې د داعش غړي

د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډله وايي، افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای ګڼل کېږي.

دې ډلې پرون چهارشنبې (جولای په لسمه) په یو راپور کې ویلي، افغانستان د ناامنۍ سرچینه ده، چې داعش او القاعده ترهګرې ډلې پکې د فعالیتونو لپاره خوندې پټنځایونه موندلي شي.

په راپور کې راغلي دي "د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو زغم، ګاونډیو هیوادونو ته د ترهګرۍ د پراختیا لار هواروي."

په راپور کې دا هم ویل شوي، القاعده له طالبانو سره له خپلو زړو اړیکو څخه په استفادې پرمختګ ته دوام ورکوي.

د ملګروملتونو د څار ډلې په راپور کې دا هم راغلي چې القاعده ډلې تیر کال د افغانستان په پنځو ولایتونو کې روزنیز کمپونه جوړ کړي او د خپلو شبکو د بیا تنظیم لپاره د جلب و چذب په چارو بوخته ده.

په راپور کې زیاته شوې چې د القاعده ډلې اوسنی مشر سیف العدل، چې ګومان کیږي په ایران کې دی، ځیني عربان د افغانستان کونړ او نورستان ولایتونو ته لیږلي څو هلته د روزنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د راپور پر اساس، د القاعدې ډلې مهم قوماندان ابو اخلاص المصري، چې په ۲۰۱۰ کال کې نیول شوی او د بګرام هوايي اډې په زندان کې تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې ساتل شوی و، د طالبانو له لوري له دې ډاره چې بهرني استخبارات یې په لټه کې دي تر محافظتي نظارت لاندی دي.

وړاندې په راپور کې ویل شوي چې د القاعدې نور غړي چې د وسلو انجنیران دي هم د طالبانو له لوري ساتل کېږي او دغه شان د دې ډلې یو لیبايي غړي ته افغاني پاسپورټ او د طالبانو د کورنیو چارو په وزارت کې مقام هم ورکړل شوی دی.

د ملګروملتونو په راپور کې وړاندې شوي معلومات د امریکا د تېر کال له هغې ادعا سره په ټکر کې دي چې ویلي و القاعده ډله په افغانستان کې تقریباً له منځه تللې ده.

د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز تېر کال د۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې د بریدونو کلیزې په مناسبت په اعلامیه کې په افغانستان کې د القاعده ډلې د له منځه تللو خبره کړې وه.

د راپور په پای کې راغلي چې که څه هم د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه د یادونې ده خو لاهم د راپور په اساس د دې ډلې فعالیتونه په افغانستان او سیمه کې مخ پر زیاتېدو دي چې وروستۍ یې بېلګې د ایران په کرمان او د روسیې د مسکو په لمنه کې بریدونه کیدای شي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د دغه راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ته ځواب ونه وایه خو وړاندې تر دې یې ویلي چې دوی په افغانستان کې د داعش وسله وال ځپلي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د القاعده او داعش د موجودیت راپورونه ورکول شوي دي.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د ملګروملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي و چې القاعده شبکې په افغانستان کې د روزنې اته مرکزونه جوړي کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په دې هېواد کې شته.

امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له القاعده شبکې سره په نژدې اړیکو تورن کړی او ویلي یې و چې دې شبکې د افغانستان په څو ختیځو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي، خو د طالبانو حکومت د امنیت شورا دا راپور رد کړی وو.