د ګیله من وزیر جنازه په خپل پلرني کلي کې خاورو ته سپارل کېږي

د ګیله من وزیر جنازه وړل کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د دوی د مخکښ فعال او شاعر، ګیله من وزیر جنازه به سبا (د جولای ۱۱مه) په شمالي وزیرستان کې خاوره ته وسپارل شي.

ګیله من تېره شپه د اسلام اباد په یوه روغتون کې ساه ورکړه. نوموړی د مدني او بشري حقونو د فعالیت له کبله ډېر مشهوره و او له پښتنو سره د مینې او ملتپالنې په اړه یې شعرونه ویل.

پر ګیله من د جولای په اوومه په اسلام اباد کې حمله شوې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، د ګیله من د جنازې کاروان نن سهار له اسلام اباده را روان شوی چې له صوابۍ، پیښور او بنو څخه تر تیریدو وروسته به شمالي وزیرستان ته ورسیږي.

په هغوو ویډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوي، ښکاري چې د ګیله من وزیر د جنازي موټر د افغانستان پر درې رنګه بیرغ پوښول شوی دی.

ګیله من وزیر په خپله شاعرۍ کې د لوی افغانستان یادونه کوله، او ډیر کله به يې د افغانستان بیرغ پر اوږد پروت و.

د منظور په خبره، ګیله من به سبا څلور بجې د هغه په پلرني ټاټوبي رزمک کې د اسد خیلو په کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم غړي وايي، ګیله من وزیر په اسلام اباد کې د ازادخان دواړ په نام یو تن او له هغه سره لس یا دولس نورو کسانو په لرکیو او چړو پر سر وهلی وو.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري.

بل خوا د اسلام اباد پولیسو ویلي، د تورنو کسانو پر ضد يې قضیه درج کړې او پلټنې يې پیل کړي دي.

پر ګیله من وزیر برید په افغانستان او پښتونخوا کې په پراخه کچه غندلی شوی وو، او د هغه د مړینې د خبر له خپریدو وروسته د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي پشه شمول ډير شمیر پخوانیو افغان سیاستوالو د تسلیت پیغامونه شریک کړي دي.