پاکستان وايي، د بې اسناده کډوالو د نه ایستلو پرېکړه مو نه ده کړې

د م.م. د کډوالو لوی کمیشنر په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ویني

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دې هیواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو د پلان د ځنډیدو په اړه راپورنه ناسم دي.

د دې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون چهارشنبې (د جولای لسمه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته، په یوه لیکلي پیغام کې ویلي،"د غیرقانوني کډوالو د ستنولو لړۍ د پخوا په څیر روانه ده".

اغلې بلوڅ وړاندې لیکلي، پاکستاني چارواکو د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (یو این اېچ سي ار) له مشر فیلیپو ګراندي سره په وروستیو کتنو کې دا ډول تفاهم نه دی کړی.

ګراندي پاکستان ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې ویلي و، د اسلام اباد هغه اقدام ستايي چې "د غیرقانوني کډوالو د ستنولو پلان" يې ځنډولی دی.

یو این ایچ سی ار د جولای په نهمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، ګراندي د غیرقانوني کډوالو د پلان د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

بل پلو، د پاکستان مرکزي کابینې په دې هېواد کې د شاوخوا یو نیم میلیون هغو افغانانو د اوسېدو قانوني موده غځولې چې د یو اېن اېچ سي ار د کډوالۍ کارتونه يې راجستر وو.