فوټبال؛ انګلستان د یورو کپ پایلوبې ته ورسېد

د اروپا اتلانو لیګ په دویمې نیمه پایلوبه کې انګلستان د هالنډ یا نیدرلنډ لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

د جولای په ۱۰مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ناوخته یاده سیالي د جرمني په ډورټمونډ ښار کې ترسره شوه او انګلستان د لوبې په وروستۍ شېبه کې وګټله.

نیدرلنډ د لوبې د لومړۍ نیمایي په ۷مه دقیقه کې ګول وواهه او انګلستان بیا د لوبې په ۱۸مه دقیقه کې د نیدرلنډي لوبغاړي د پینالټي خطا په ګول بدله کړه.

د انګلستان لوبډلې د بریا ګول د لوبې په اخري ۹۰یمه دقیقه کې ترسره کړ او په دې سره یې پایلوبې ته ځانونه ورسول.

ټاکل شوې چې د جولای په ۱۴مه نېټه انګلستان او هسپانیه د یورو کپ پایلوبه ولوبوي.