د افغانستان په اړه له م.م. د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه

د بخښنې نړیوال سازمان له ملګروملتونو غوښتي چې باید په افغانستان کې د هغه څه په وړاندې چې د نړیوالو قوانینو پر اساس یې جنایتونه بللي، د ځواب ورکولو یو خپلواکه میکانیزم رامنځ ته کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه د خپلو شواهدو پربنسټ وایي چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو سخت محدودیتونه له پراخو خپلسري توقیفونو، جبري ورکیدو، شکنجې او نورو ناوړه چلندونو سره یو ځای د بشريت ضد جنایتونه او جنسي ځورونه بلل کیږي.

دې سازمان ویلي، طالبانو په کراتو ښودلې چې دوی نه غواړي له هغو کسانو سره حساب کتاب وکړي چې له نړیوالو قوانینو څخه په جدي سرغړونو تورن شوي دي.

په تیرو نژدې دریو کلونو کې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلې، په دې هیواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو بشري حقونه ورځ تر بلې محدود شوي دي.

د بشري حقونو د فعالانو په وینا همدا د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې سبب شوي چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.