اوچا وايي، د مرستو د کموالي له کبله یې حیاتي پروګرامونه له خطر سره مخامخ دي

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، د بودجې د زیات کمښت له امله په افغانستان کې د روغتیاپالنې، سرپناه، خوړو، روزنې او ساتنې په ګډون ډیر حیاتي پروګرامونه له خطرسره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د اوچا څانګې پرون (چهارشنبې) په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې که دوی ونه شي کولای په خپل وخت کافي بودجه تمویل کړي، په دې هیواد کې به روان بشري بحران لاپسي پراخ شي.

اوچا په ریلیف ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۴ م کال لپاره د غوښتل شوې ۳،۱ ملیارډ ډالرو بسپنې یوازې څه باندې ۶۱۳ میلیونه ترلاسه شوي او دا په داسې حال کې ده چې د دې کال شپږ میاشتې لا پاتې دي.

اوچا ویلي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، ۱۲،۴ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه لري او د دې هیواد د وګړو ۴۸ سلنه د بېوزلۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي.

سږکال بشري مرستو ته د اړو کسانو په ډله کې ۹،۲ ماشومان ښودل شوي دي.