د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون (چهارشنبې) په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د نورو مسلو ترڅنګ د ټاپي نللیکې پروژې پر موضوع خبرې وکړې.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې افغان لوری به هڅه وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې اړوند پاتې مسلې اوارې او عملاً کار پیل شي.
د متقي په خبره اړوندې ادارې کار کوي چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهایي او د کار د پیل لپاره زمینه برابره شي.
د ټاپي نللیکې، چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، په جوړیدو سره به له ترکمنستانه، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز ولیږدول شي.
د دې پروژې د رغونې چارې د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې په ترکمنستان کې پیل شوي خو په افغانستان کې یې کارونه د ۲۰۱۸ په فبروري کې دریدلي چې بیا تراوسه نه دي پیل شوي.
د ټاپي پروژې ۷۷۴ کیلومتره نللیکه د افغانستان په خاوره کې غځول کیږي.