کرکټ؛ په افغانستان کې د لیسټ اې سیالۍ پیل شوي دي

عکس له کرکټ بورډ څخه په مننې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د خبر له مخې نن چهارشنبې د جولای په ۱۰مه نېټه یې د غازي امان الله خان لېسټ ای سیالۍ پیل کړي دي.

کرکټ بورډ ویلي دي، یادې سیالۍ په کندز ولایت کې پيل شوي دي او په لومړنۍ لوبه کې میوند اتلانو د پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په خبر کې راغلي دي چې په دې سیالیو کې سږکال ۴ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د جولای په ۲۵مه نېټه پایلوبه وکړي.

په لومړنۍ سیالۍ کې د میوند اتلان لوبډلمشر شرف الدین اشرف سلیزه جوړه کړې ده او په توپ اچونه کې یې دوه لوبغاړي سوځولي دي چې د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

د ویلو ده چې په دې سیالیو کې د افغانستان د ملي، الف، نولس کلنو او کورني کرکټ نوموتي لوبغاړي لوبیږي.