د پولیو له کمپاین سره هممهاله د څو تازه پېښو خبر ورکړل شو

په افغانستان کې د ماشومانو پولیو ضد واکسیناسیون

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق له کمپاین سره هممهاله په کندهار کې د طالبانو ولايتي چارواکي وايي چې د ٢٠۲۴ کال له پيله تر اوسه د افغانستان په سوېل لوېديځه حوزه کې د پوليو اوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په جنوب لوېدیځه حوزه کې د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز د استازي صدیق الله پتیال له قوله ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د کندهار په شاوليکوټ او ارغستان ولسواليو کې د پولیو څلور پېښې ثبت شوې دي خو هغه د پاتې ۳ پیښو په اړه څه نه دي ویلي.

په کندهارکې د طالبانو د والي دفتر وايي، د پولیو د واکسین د کمپاین په نوي پړاو کې به په کندهار کې ۶۰۰ زره او د زون په کچه څه باندې دوه میلیونه ماشومان واکسین شي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو، چې په لړ کې به یې د طالبانو د حکومت د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا اته میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.

د حسیب الله په نوم يو تن واکسیناتور بیا وايي، په کابل کې د واکسین کولو بهير ښه روان دى، خو ځينې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته زړه نه ښه کوي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ پروسه له دوشنبې تر پنجشنبې دوام لري، کمپاین ښه روان دی، خو ځینې کورنۍ نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي، دوی وايي چې دا کار یې ماشومانو ته زیان رسوي. "

په همدې حال کې یو شمېر هغه کورنۍ چې په ګوزڼ اخته ماشومان لري وايي چې په وخت یې خپلو ماشومانو ته واکسین نه دی کړی او اوس یې ماشومان له تیاره برخلیک سره مخامخ دي.

د میدان وردګ اوسېدونکې مرضیه په دې اړه وايي:

"زما ورور په ګوزڼ اخته شوی، کار او زده کړې نه شي کولای، پر وخت مو واکسین ونه کړ او اوس له ډول ډول ستونرو سره مخامخ یو او د اقتصادي ستونزو له کبله یې درملنه هم نه شو کولای. "

د جوزجان ولايت اوسېدونکى عزت الله وايي، مشر زوى يې په ماشومتوب کې فلج شوى و.

"هغه په ماشومتوب کې فلج شوی او اوس ګرځېدای نه شي، موږ یې تشناب ته وړو او د درملنې لپاره یې پیسې هم نه لرم."

د يونيسف د پوليو د پروګرام د عامه اړيکو پخوانی مسوول ډاکټر سید کمال شاه سيد د پوليو واکسين کمپاين مهم بولي خو په دې برخه کې پرعامه پوهاوي ټینګار کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"عامه پوهاوی خورا مهم دی او خلک باید خپل ماشومان واکسین کړي، په دې برخه کې باید تبلیغات وشي، څو خلک په دې پوه شي چې د واکسین په کولو سره خپل ماشومان له دې ډول ناروغیو وژغوري. "

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په بشپړه توګه د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د جون په ۳۰مه په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې اعلان کړې وې او اندېښنه یې ښوولې وه چې له پاکستانه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې هڅې او لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي دي.