فرانسې د اسراییل تازه حملې د نه منلو وبللې

غزه

فرانسې د غزې پر هغو ښوونځیو چې د جګړې بې ځایه شویو په کې پناه اخیستې وه، د اسراییل تازه بریدونه غندلي او د «نه منلو» یې بللي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه باید وڅېړل شي.

تر ټولو تازه برید پرون د خان یونس سیمې پر یوه ښوونځي وشو چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه دیرش تنه ملکیان په کې ووژل شول.

له تېرو څو ورځو راهیسې دا څلورم ښوونځی دی چې د اسراییل پرې برید کوي او دې کار نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

اسراییل وروسته تر هغه په غزه کې پراخ عملیات پیل کړل چې د تېر کال په اکتوبر کې حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، په اسراییل په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له همغه وخته تراوسه د اسراییلي پوځیانو په حملو کې د څه باندې ۳۸ زره او دوه سوو ملکیانو د وژلو راپور ورکړل شوی دی.

اسراییل بیا تر ډېره د خپلو عملیاتو ننګه کوي او وایي، هدف یې هغه وسله وال دي چې د ملکیانو په منځ کې یې ځانونه پټ کړي دي.