پر ترانس افغان پروژې څلوراړخیزې خبرې وشوې

دوحې ته د طالبانو د حکومت تللي پلاوي د ازبکستان، پاکستان او قطر له استازو سره پر (افغان ترانس) پروژې خبرې کړې دي.

افغان ترانس له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ریللار یا د ریلاګاډي پټلۍ د غځولو پروژه ده چې د درې واړو هېوادونو د تجارتي اړیکو لپاره مهمه بلل کیږي.


د طالبانو د حکومت ویاند او دوحې ته د دوی د تللي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد بیګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، ګډونوالو د دې پروژې د کار د ژر تر ژره پيل غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.

تر دې وړاندې د ازبکستان چارواکو ویلي و چې دغه پروژه به تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړه شي.

د پروژې لګښت څه باندې څلورنیم میلیارده ډالره اټکل شوی دی.