مسکو پر طالبانو د بندیزونو په لیرې کولو غور کوي

د روسیې ځانګړی استازی د طالبانو د کانونو او پیترولیم له وزیر سره روغبړ کوي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبنزیا وایي، مسکو پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو په لیرې کولو غور کوي.

د یورو اکتیف خپرونې د لیکنې پر اساس، نبنزیا پرون دوشنبې دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د طالبانو یوه پلاوي په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره ناسته درلوده.

نبنزیا خپرونې ته ویلي، پر دې حقیقت سترګې نه شي پټیدای چې طالبان دا مهال افغانستان اداره کوي او باید په همدې ترتیب له هغوی سره معامله وشي.

نبنزیا ونه ویل چې دوی به څه وخت په عملي توګه طالبان د بندیزونو له لسته وباسي.


تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د کابینې څو نورو غړو هم له طالبانو سره د اړیکو د پياوړتیا او پر هغوی د بندیزونو د لرې کولو په تړاو ورته څرګندونې کړې دي.


طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د منع شویو ترهګرو ډلو په لیست کې دي.