جلاوطنه لوبغاړو د ښځو د ټیم د جوړېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د نجونو د کرکټ لوبغاړي، عکس د ۲۰۱۲م کال

د افغانستان د کرکټ د ښځینه وو ټیم ځینو پخوانیو غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی په کډوالۍ کې د کرکټ ټيم جوړ کړي.

د راپورونو له مخې د افغان کرکټ د ښځینه وو ملي ټیم شاوخوا اولسو غړیو چې دمګړۍ اسټرالیا کې اوسیږي د کرکټ نړیوالې شورا رییس ګرېګ بارکلي ته دا اوونۍ یو لیک استولی دی.

په دغه لیک کې دغو نجونو ویلي چې: د دغه ټیم له لارې موږ هیله منې یو د ټولو هغو افغان ښځو او نجونو استازیتوب وکړو چې په افغانستان کې د کرکټ د لوبو لېوالتیا لري خو اجازه نه ورکول کېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د رییس ګرېګ بارکلي د ځواب په اړه لا څه نه دي ویل شوي. د کرکټ نړیوالې شورا تل ټینګار کړی چې غړي یې په تېره بیا لس دایمي غړي هېوادونه باید د نجونو د کرکټ ملي ټیمونه ولري او په خپل هېواد کې د نجونو د کرکټ د ودې لپاره هڅې وکړي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا یواځينی دایمي غړی دی چې د هلکانو ټيم یې په نړیوال جام کې ان تر سیمي فاینل ورسېد خو د نجونو ټیم نه لري.

ان په جمهوریت کې هم د نجونو د کرکټ ټیم ته په بهر کې د لوبو اجازه نه ورکول کېده او دلیل یې هغه وخت د طالبانو له خوا تهدیدونه بلل کېدل.