د دوحې په غونډه کې د فعالانو پر نه ګډون د کاناډا خوابدي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د تنظیموونکو پر دې پرېکړه مایوسي څرګنده کړې چې غیرطالب ګډونوال، د ښځو مدافعانې، د مذهبي او قومي اقلیتونو غړي او د بشري حقونو د ډلو نور غړي د دوحې درېیمې غونډې له اصلي بحثونو څنډې ته کړای شوي دي.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، کاناډا له اوونیو راهیسې په ښکاره ویلي، چې د دوحې له درېیمې غونډې د ښځو او د مدني ټولنې پر حذف کولو مایوسه ده.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د کاناډا ځانګړی استازي ډېوېډ سپرول (David Sproule) هم برخه لري. د دې دوه ورځنۍ غونډې له اصلي بحثونو د ښځو او مدني ټولنې استازي څنډې ته کړای شوي، خو د سې شنبې په ورځ د ښځو او مدني ټولنې استازو ته په یوه حاشیوي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، ځینو ښځو دا حاشیوي غونډه تحریم کړې ده.

د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې ګډونوال به نن د دې غونډې په دوهمه ورځ هم خپلو بحثونو ته دوام ورکړي. تمه ده په نننۍ غونډه کې به د ملګرو ملتونو او د طالبانو د حکومت استازي د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر لومړیتوبونو او ننګونو خبرې وکړي.