د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې پرون یې په کابل کې درې طالبان وژلي دي.
د ازادۍ جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی وسلوالو د کابل په «باغ بالا» سیمه کې د طالبانو پر پوسته حمله وکړه، درې طالبان یې ووژل او بل یې ټپي کړ.
دغه ادعا په بې پرې ډول تایید شوې نه ده. د طالبانو مخالفې ډلې وخت ناوخت په خپلو غلچکیو بریدونو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي خو خپلواکو سرچینو د دوی ادعاوې تایید یا رد کړي نه دي.