د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال له ۲۴ زره زیانمن شویو کورنیو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي روان میلادي کال یې په افغانستان کې له ۲۴زره هغو کورنیو سره چې د طبیعي افتونو له کبله زیانمنې شوې وې، مرسته کړې ده.

دغه بنسټ نن دوشنبه په خپله ایکس­پاڼه کې لیکلي، چې له دغو کورنیو سره د دوی د زیانونو د جبران او په خپلو پښو د درېدو لپاره دا مرسته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي دوی له ۶۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ولس د ملاتړ لپاره ژوند ژغورونکي مرسته کوي. د غويي/ ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې سلګونو کسانو ته یې د مرګ­ژوبلې اړولو تر څنګ دوی ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.