د اروپا د ملتونو د فوټبال اتلولۍ جام په دوام کې نن شپه (د جولای په لومړۍ) دوه لوبې ترسره کیږي.
فرانسه او بلجیم به د افغانستان پر وخت د شپې ۸:۳۰ بجې له یو بل سره مخامخ شي.
بیا به په ۱۱:۳۰ بجو د پرتګال او سلوانیا ترمنځ لوبه پیل شي.
تېره شپه انګلستان د اروپا د ملتونو د جام د شپاړس غوره په پړاو کې سلواکیا ته دوه پر یو ماته ورکړه.
هسپانیا هم وتوانېده ګورجستان ته ۲ پر ۱ ماته ورکړي.
د اروپا د ملتونو فوټبال جام سیالۍ د جون په څوارلسمه پیل او د جولای تر ۱۴مې به دوام وکړي.