ښځینه کارکوونکو د معاش د کمېدو په اعتراض کې اعتصاب کړی

د طالبانو د حکومت د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکو، ۵ زره افغانیو ته د دوی د معاشونو د کمېدو په غبرګون کې کاری اعتصاب کړی دی.

تر ټولو تازه یې د شنبې په ورځ د کابل په یو شمېر روغتونونو کې د یو شمېر ښځینه ډاکټرانو کاری اعتصاب دی چې ویدیوګانې یې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي.

یو شمېر اعتصاب کوونکې په دغو ویدیوګانو کې ویلي چې کارونه یې ممکن د نارینه وو کارکوونکو په پرتله ډېر وي خو ادعا کوي چې معاشونه یې کم کړل شوي دي.

ښځينه ډاکټرنو دا ادعا هم کړې چې د دوى له اعتراض او اعتصاب وروسته د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو له استازو سره ښه چلند نه دى کړى او د دغه وزارت مسوولان وايي چې سرپرست وزير په کندهار کې دى او دوى یې بايد تر راتلو پورې انتظار وکړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په یوه مکتوب کې چې ویل کېږي د دوی د مشر په حکم صادر شوی، د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاش پنځه زره افغانۍ وټاکو.