سهیل شاهین د دوحې په غونډه کې ګډون د خپل حکومت د مشروعیت نښه وبلله

سهیل شاهین

د دوحې په ناسته کې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي غړی سهېل شاهین وايي که د دوی حکومت مشروعیت نه درلود، دوی به نه وای توانیدلی چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.


په دوحه کې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین دا خبره د خپل حکومت د کورني مشروعیت په اړه د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ښاغلی شاهین دا خبره داسي مهال وکړه چې دی او د طالبانو د حکومت ویاند او د دې پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په زغرده د غونډې د تالار دباندې روان ول او نه یې غوښتل د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووايي.


سهیل شاهین وايي، په اجنډا کې د دوی تاکید له مخدره توکو سره پر مبارزې، او د بانکې بندیزونو پر لرې کولو دی.


تمه ده دا ناسته نن پر ځايي وخت شپږ نیمې بجې پیل شي او د پیل خبرې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیاله روزمري ډیکارلو وکړي.


دې غونډې ته افغانې ښځې او د مدني ټولنې استازې نه دي وربلل شوي.