د طالبانو پلاوي په دوحه کې له بیلابیلو استازو سره وکتل

د دوحې د غونډې له پیل مخکې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د سیمې هیوادونو له یو شمیر ځانکړو استازو سره کتلي دي.

دا خبره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي نن پر خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) کړې ده.

د جلالي په خبره، مجاهد د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف کتلي دي.

د هغه په خبره، تمه ده چې مجاهد به د هند، عربستان، قزاقستان، برتیانیا، ناروې، اندونیزیا، نیدرلند او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره هم لیده کاته ولري.

خو ښاغلي جلالي دا نه دی ویلي، چې په دې حاشیوي ناستو کې مجاهد له دې چارواکو سره پر کومو مسایلو خبرې کوي.

تمه ده د دوحې غونډه نن ماښام په ځايي وخت د ماښام په شپږ نیمې بجې پیل شي او دوه ورځې دوام وکړي.