حماس وايي، د اوربند په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

د حماس د افراطي ډلې یو مشر اسامه حمدان وايي، د غزې د جګړې په اړه له اسرائیلو سره د اوربند په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

امريکا او اروپايي ټولنه حماس يو تروريستي سازمان بولي.

د حماس دغه چارواکي پرون (د سرطان په ۹ مه) په بیروت کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې فلسطیني ډله لا هم د هر ډول اوربند له وړاندیز سره چې جګړه پای ته رسوي «مثبت چلند» ته چمتو ده.

د متحده ایالاتو په ملاتړ د عربي منځګړو هڅې تر اوسه د اوربند په راوستلو کې ناکامې شوي او دواړه لوري د کړکېچ پړه پر یو بل اچوي.

حماس وايي هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي او اسراییل مجبور کړي چې په بشپړه توګه له غزې څخه ووځي.

په همدې حال کې اسراييل وايي، له حماس سره په جګړه کې به يوازې لنډمهاله وقفې ومني او د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه وکړي، هغه ډله چې له ٢٠٠٧ ميلادي کال راهيسې پر غزې واکمنه ده.